دملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د استازي جي پي سنګ په مشرۍ هندي پلاوي د دغه وزارت له سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره کتلي دي.

په دغې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره پر ګډې لېوالتیا، په ځانګړې توګه پر بشرپاله همکاریو ټینګار شوی او دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

Share.