دغه وزارت جمعه، نومبر اتمه ویلي چې یاد کس د ایران د سپاهپاسداران یوه مامور له لوري د ټرمپ ترور لپاره روزل شوی و.
پولیس هغه مهال د ټرمپ د ترور له پلان څخه خبر شول چې د فرهاد شاکري په نوم له یوه افغان څخه یې، پوښتنېګروېږنې کولې. نوموړی له بنديکېدو وروسته د غلا په تور له امریکا اېستل شوی و.
د منهاټن فدرال محکمې د جنايي قضیې پر بنسټ، فرهاد شاکري څارنوالانو ته ویلي، د ایران د سپاهپاسداران یوه مامور سپټمبر میاشت کې نوموړي ته روزنه ورکړې وه چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ټرمپ د ترور پلان جوړ او پلی کړي.
ایران تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی، خو له دې وړاندې یې، د ټرمپ وژنې په تړاو شوې، ادعاوې رد کړي دي.
له دې وړاندې امریکايي چارواکو د ټرمپ د وژنې په تور ایران پورې اړوند یو پاکستانی وګړی هم نیولی و.
ټاکل شوې افغان کرکټ ملي لوبډله نن شنبه له بنګلادېش سره د پيل شوې درې يو ورځنيو لوبو د لړۍ په دوام دويمه لوبه ترسره کړي.
دغه لوبه نن د کابل پر وخت دوه نيمې بجې شارجه کرکټ نړيوال لوبغالي کې ترسره کيږي.
بايد ياده شي چې افغان لوبډلې په په لومړۍ لوبه کې د ۹۲ منډو په توپير سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه