د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت زلزلهځپلو ته ۲۸۸ کورونه جوړ او ورسپارلي دي.
د هرات والي نوراحمد اسلامجار وايي چې دغه کورونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري او په لګښت جوړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کورونه د ګلران ولسوالي په شکراب، بندافضل او سنګ کوتل او درې نور کورونه بیا د زندهجان ولسوالي کې رغول شوي.
که څه هم دغه کورونه زلزلهځپلو ته سپارل شوي، خو د یوه کال په تېرېدو سره لا هم ګڼې کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي.
له دې سربېره د تېر یوه کال په ترڅ کې د خپرو شویو راپورونو پربنسټ، د هرات په زلزلهځپلو سیمو کې ګڼو کورونو ته کورونه جوړ او سپارل شوي او لاهم دغه چاره روانه ده.