د هرات ولایت مسوولانو ویلي چې په دغه ولایت کې زلزله‌ځپلو ته د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۸۸ کورونه جوړ او ورسپارل شوي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه کورونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ګل‌ران ولسوالي په شکر‌اب، بندافضل ، سنګ کوتل او زنده‌جان ولسوالي کې جوړ شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د خپرو شویو راپورونو پربنسټ د هرات په زلزله‌ځپلو سیمو کې ګڼو کورنیو ته کورونه جوړ او سپارل شوي او لاهم دغه لړۍ روانه ده

Share.