د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په لسو میاشتو کې له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي، هندوستان ته د افغانستان عمده صادراتي توکي وچ انځر، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام دي او همدا رنګه له هند څخه د افغانستان په عمده وارداتي توکو کې بوره او د صنعتي فابریکو خام مواد شامل دي.
د یادولو ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په نهو میاشتو کې د افغانستان او چین ترمنځ د ۵۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د راکړې ورکړې خبر ورکړی و چې له جملې څخه یې ۱۲ میلیونه صادرات او ۵۳۶ میلیونه یې واردات وو.

Share.