د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۷۸ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې دوه اخر الاقه اعلان شول، چې لومړۍ اخراولاق د مله له لوري او دویم اخراولاق د پهلوان ناربای له لوري تر ټاکل شوې دایرې ورسوه او د ډالیو ګټونکي شول.

د یادو سیالیو موخه د راتلونکو وزلوبو سیالیو ته د چاپندازانو چمتووالی نیول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

Share.