د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې USAID وايي، په افغانستان کې د غالیو د تولید کلنۍ اندازه له ۱.۱ میلیون متر مربع څخه ۳.۳ میلیون متر مربع ته لوړه شوې ده.

USAID پرون په X ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) کې په خپله خبرپاڼه کې وویل چې د غالۍ اوبدونکو کلنی عاید ۳۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې دا مهال شاوخوا یو میلیون دوه سوه زره کسان چې په سلو کې نهه یې ښځې دي، د غالیو اوبدلو په صنعت او سوداګرۍ بوخت دي.

خبرځاى وايي چې داباتا په نامه د USAID يو پروګرام د غاليو د توليد په زياتوالي کې مرسته کړې ده.

غالۍ له پخوا راهیسې د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه ګڼل کېږي.

Share.