د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په اسپند گزر ورزشي لوبغالي کې د ۷۵ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله د ميدان حکم له لوري يو اخرالاق اعلان شو، چې عبدالسلام ايماق د سرباز په آس تر ټاکلې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکی شو.