دغه څرګندونې د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر محمد شعیب رحیمي وایي چې د روان کال له پیل څخه تراوسه پورې ۳۰۸ تنه بهرني سیلانیان دغه ولايت ته راغلي دي.

د ګرځندوی آمر دغه‌راز زیاتوي چې په تېرو ۸ میاشتو کې د ۱۱ زیارتي او سیاحتي شرکتونو اسناد هم طی مراحل شوي چې له امله نږدې ۳۰۰ زړه افغانۍ عواید لاس ته راغلي دي.

په همدې حال کې بیا یو شمېر بهرني سیلانیان چې دغه ولایت ته راځي د محلي حکومت چارواکو له نېک چلند څخه د مننې ترڅنګ له نورو بهرنيو سیلانیانو هم غوښتنه کوي چې پرته له کومې وېرې د افغانستان له سیاحتي او کلتوري سيمو څخه دې لیدنه وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې هغه بهرني سیلانیان چې کندوز ولايت ته راځي نه‌یواځې ددغه ولايت له تاریخي او تفریحي سيمو څخه لیدنه کوي، بلکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا په رسمي بڼه نورو ولایتونو ته هم معرفي کېږي.

له بلې خوا بیا د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي ګل محمد الیاس وايي چې له نېکه مرغه اوسمهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنیت تأمین شوی او بهرني سیلانیان نه‌یواځې کندوز ولايت کې په آرامه فضاء کې خپل سیاحت او تفریح کوي، بلکې د هېواد هرې سیمې ته بې له کومې وېرې خپل سیاحتونه ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال د کندوز ولايت او امام‌صاحب او قلعه‌زال ولسوالیو کې شاوخوا ۲۵ بابه ثبت او راجستر شوي سیاحتي او زیارتي شرکتونه شتون لري چې خلکو ته د سیاحت، او د ويزو د تمديد په برخه کې فعاليتونه ترسره کوي.

Share.