انور دا څرګندونې جمعه، نومبر ۱۵مه په پېرو کې د اسیا – پسیفیک اقتصادي همکارۍ (APEC) په سرمشریزه کې د خبری کنفرانس پرمهال کړې دي.
هغه په دغه خبري کنفرانس کې هر هغه وړاندیز رد کړ چې د مالیزیا حکومت پلان لري، د اسراییلو پر لور خپل ډیپلوماتیک واټن بدل کړي.
د نوموړي په وینا، مالیزیا باید د اسراییلو پروړاندې خپل دریځ د عدالت موضوع په څېر وساتي.
هغه ویلي: «په نړیوال سېسټم کې یوشمېر ورته ډيفکټو او ډيجوري، وايي، په ملګروملتونو سازمان کې شتون لري، خو مالیزیا تراوسه د اسراییلو د رسمیتپېژندنې موضوع ردوي.»
انور ابراهیم همداراز وویل چې مالیزیا یوازینی حکومت دی چې د اسیا – پسیفیک اقتصادی همکاریو سرمشریزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلو د روانو تاوتریخوالو په اړه پوښتنې ولاړې کړې.