د ماشومانو د ژغورنې بنسټ په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له کبله د رامنځته شوي بشري ناورین پر وړاندې خبرداری ورکړ.

دې ټولنې په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ یوازې د روان کال له پیله د دې هېواد د سختې هوا له کبله ۳۸ زره کسان، چې نیمايي یې ماشومان دي، بې ځایه شوي.
د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د یکشنبې پر ورځ ( د لړم اووه‌ویشتمه) اعلان وکړ، چې د اقلیم بدلون له کبله په افغانستان کې د تېر کال پر پرتله د داخلي بې ځایه شویو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

Share.