فاریاب کې خلکو په خپل شخصي لګښت په نږدې څلور میلیونه افغانۍ یو پُل جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه پُل د فاریاب ولایت اړوند پشتون‌کوټ ولسوالي کته قلعه سیمې اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت جوړ کړی دی.

یاد پُل ۴۰ مټره اوږدوالی او ۴.۵ مټره پلنوالی لري چې په اساسي توګه رغول شوی دی.

د دغه پُل په جوړېدو سره د فاریاب مرکز سره د نږدې شلو کلیو مواصلاتي ستونزې هوارې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکي همداراز له حکومت غوښتنه کوي چې د لومړنیو اړتیاو برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

Share.