جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري یوه اعلامیه کې ويلي، د رامنځته شوي وضعيت په پام کې نيولو سره، د کوربه هېواد سياسي موقف او د هغوی غوښتنې ته په کتو له خپلې دندې استعفاء کوي.
هغه زیاته کړې، د سفارت چارې په رسمي ډول خپلو همکارانو ته سپاري.
د جرمني په بن ښار کې د افغانستان قونسل، سید لطف الله سادات هم له خپلې دندې استعفاء کړې او ويلي یې دي چې دغه اقدام یې د کوربه هېواد په غوښتنه او په کونسلي فعالیتونو کې د ځنډ او يا د هغو د بندېدو د مخنيوي په خاطر کړی دی.
سرپرست حکومت او جرمني تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Share.