د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس الحاج مولوي صاحب ګل‌محمد الیاس په‌داسې حال کې چې د ځوانانو چارو آمر قاري صاحب داد محمد منصور ورسره مل و – د یاد ریاست د ځوانانو ښونیز مرکز له زدکړه‌ییز بهیر څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي الیاس په‌دې کتنه کې د ځوانانو له زده‌کړییز بهیر څارنې ترڅنګ ددغه مرکز شته ستونزې واوریدې او د حل لپاره یې امکاناتو ته په کتو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو په ښوونیز مرکز کې په لسګونه تنه ځوانان د کمپیوټر او انګلیسي برخو کې په زده‌کړو بوخت دي.

Share.