د روسیې د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د سې شنبې پر ورځ خپره شوې څرګندوي: دښمن د بریانسک په اړوند سیمه کې پر یوه ځای ۶ بالستیکي میزایل توغولي.
د معلوماتو له مخې؛ په دې برید کې امریکایي ATACMS توغندي توغول شوي دي.
د روسیې پوځ ویلي، چې ۵ توغول شوي توغندي یې له منځه وړي او د شپږم توغندي پاتې شونې پر یو «پوځي مرکز» چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، غورځېدلي او لږ اور یې بل کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځاني او مالي زیان نلري.
مسکو ویلي، چې امریکا او لویدیځو هېوادونو په مستقیم ډول په دې جګړه کې ونډه واخیسته او مسکو به « وړ او ښکاره ځواب» ورکړي.
په همدې حال کې اوکراین ویلي، چې د روسیې د وسلو یوه زیرمه یې د روسیې د خاورې په ۱۱۰ کیلیو مترۍ کې دننه ویشتې؛ خو‌ په اړه یې نور معلومات ندي‌ ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټايمز اف انډيا د راپور له مخې سویډن تېره ورځ په لويو ښارونو کې د جګړې, او احتمالي بریدونو څخه د ځان ساتنې لپاره بروشرې وېشلې او خپلو خلکو ته یې لارښوونه کړې، چې څنګه د روسیې له لوري د احتمالي جګړې د پيل لپاره چمتووالی ونیسي.

Share.