د پنجشېر ولایت د رسنیو دفترویلي، چې په دې ولایت کې د سې شنبې پر ورځ( د لړم نهه‌ویشتمه) د داوطلبۍ له لارې ۶۰۰۹ قیراټه زمرد پر ۳۰۵زره ۹۱۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.

په دې داوطلبۍ کې پر کورنیو پانګوالو سربېره امریکایي پانګوالو هم ګډون درلود، چې یاد زمرد په کې په لوړه بیه وپلورل شول.
د پنجشېر والي محمد اغا حکیم ویلي؛ د زمردو له ازاد پلور سره په پنجشېر که نه یوازې خلکو ته کاري زمینې برابرې شوې دي، بلکه ورسره د ځایي خلکو د سوداګرۍ یوه نوې لړۍ هم پيل شوې، چې پخوا د دې ولایت خلکو ترې بې برخې ول.
دغه راز د دې داوطلبۍ ګډونوالو د اسلامي امارت او په ځانګړي توګه له ولایتي ادارې مننه کړې، چې د پنجشېر زمرد ته یې ښه بازار موندنه کړې ده.
ویل کیږي، چې د پنجشېر ولایتي ادارې د زمردو د استخراج په اړهنه یوازې د نړيوالو پانګوالو او مسلکي وړتياوو د جلب هڅې کړي، بلکې ولسونه هم خوښ دي، چې ځوانانو ته يې کاري بوختیاوې پیداشوې دي.

Share.