د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي او امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري دیادې ولسوالۍ په قاری کمال سیمې په ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ ورزش کارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د ملي او دودیزو لوبو د ودې په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ او په پای کې ۳۰ تنو ورزش کارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.