د چين ملي شرکت استازو او د دغه هېواد سوداګرو کابل کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست عبدالطيف منصور سره ليدلي دي.
يادو سوداګرو په دغه ليدنه کې کابل ته د پنجشېر سيند د اوبو په لېږد پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
دوی به د هغې پروژې سره سره د اوبو تصفيې او برېښنا توليد برخه کې هم پانګونه وکړي.
د ياد وزارت سرپرست ويلي، دغه ليدنه یې د دغې پروژې د عملي چارو د پيل په موخه کړې ده.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.