د دفاع وزارت سرپرست افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي او کابل کې د ياد هېواد له سفير سره کتلي
ياد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحداتو، پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د دفاع وزارت سرپرست دغه کتنه کې چین د افغانستان د خلکو لپاره یو ښه ګاونډی او مهم همکار بللی او په اړوندو برخو کې د همکارۍ په اړه يې د دغه وزارت د ژمنتيا ډاډ ورکړی دی.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.