د ایران تسنیم خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د لبنان حزب الله او اسرائیلو ترمنځ نن سهار پر سیمه‌ییز وخت څلور بجې اوربند پیل او دواړو لوريو خپل بریدونه ودرول.
د سرچینې په څرګندونو کې راغلي؛ د اوربند له پیلېدو وروسته په سیمه کې د جګړو له کبله بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه خبري غونډه کې د لبنان د حزب الله او اسرائیلي رژیم ترمنځ د اوربند د هوکړې مبارکي وویله او اعلان یې وکړ، چې لبنان او اسرائیلو د اوربند هوکړه منلې ده.
د اوربند له اعلان سره سم، له جنوبي لبنان څخه د اسرائیلي پوځ د وتلو لړۍ په تدریجي ډول پیل شوې ده.
ویل کیږي، چې تر راتلونکیو ۶۰ ورځو پورې به د لبنان له سویل څخه د اسرائیلو پوځیان وځي او په یاده سیمه کې به د لبنان دولتي ځواکونه ځای پر ځای کېږي.

Share.