د کرکټ نړیوالې شورا ICC د ۲۰۲۴ کال غوره لوبډلو او د کرکټ د غوره لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړه، چې راشد خان یو ځل بیا د ۶۸۷ امتياز لرلو سره، د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په کتار کې راغلی دی.

راشد خان په‌‌دې توانېدلی چې په‌دې کټګورۍ کې د یو ورځنیو نړیوالو يا پنځوس اوريزه لوبو کټګورۍ کې یو ګام مخکې او د پاکستان له شاهین افریدي څخه مخکې شوی دی.

د افغان کرکټ بل لوبغاړي محمدنبي هم د “الرونډرانو” په برخه کې خپل لومړی مقام ساتلی او راشد خان لا هم په‌دې برخه کې د نړۍ په کچه په درېیم مقام کې دی.

خو افغان توپ وهونکی رحمن‌‌‌الله ګربز په‌دې درجه بندۍ کې کوم تغير نه‌دی کړی، نوموړی په ۵۰ اوریزه کرکټ کې د بیټینګ یا توپوهنې په برخه کې په نړۍ کې په اووم مقام کې پاتې شوی او په ۲۰ اوریزه کرکټ کې په لسم مقام کې دی.

Share.