نن په کندوز ولايت کې د افغانستان د خلکو غږ مؤسسې په مالي ملاتړ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو امريت په همغږۍ د شمال ختیځ زون په کچه «په ملي پيوستون کې د خلکو او حکومت مسوولیتونو» تر نامه لاندې لویه غونډه جوړه شوه چې پهکې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي صاحب ګلمحمد الیاس، د ګلتپې ولسوالۍ ولسوال الحاج مطیعالله روحاني، د امارتي ادارو یو شمېر مسوولينو، د ځوانانو چارو آمر قاري صاحب داد محمد منصور، د شمال ختیځ زون ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو، ګڼ شمېر ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی و.
پیل کې د افغانستان د خلکو غږ مؤسسې مشر محمد عارف ملکیار خبرې وکړې د یادې مؤسسې په فعاليتونو یې له حاضرینو سره معلومات شریک کړل؛ زیاته یې کړه چې د افغانستان د خلکو غږ مؤسسې په تېرو شلو کلونو کې شاوخوا ۳۰۰ پروژې پلي کړي دي چې ښه بیلګه یې د نننۍ غونډې پلي کول دي.
هغه زیاته کړه چې د دغه شان غونډو د ترسره کولو یواځینی موخه د ځوانانو سلا مشورې له مرکزي حکومت سره شریکول او د خلګو او حکومت ترمنځ د ښې فضاء تقویه کېدل دي.
دغهراز د غونډې ګډونوالو خپل نظریات چې په ګروپي ډول یې ترتیب کړي و د هر ګروپ یو استازي لخوا حاضرینو سره شریک کړل.
همدا راز د کندوز ولايت د شورای علماء غړی مولوي صاحب ضياءالحق حنفي خبرې وکړې وویل چې افغانستان کې ملت او حکومت یوه کلمه ده، په وینا یې چې اوسمهال په افغانستان کې اوسنی نظام له خپل ملت څخه جوړ شوی، ځکه خو واحد نظر او واحد حکومت شتون لري.
له بلې خوا په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ګلمحمد الیاس خبرې وکړې د افغانستان د خلکو غږ مؤسسې مسولینو او همداراز د شمال ختیځ زون ولایتونو مسؤلینو او ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د مسلمه امت په منځ کې چې هغه مسوول دی او که رعيت دی هېڅ راز توپیر نشته او ټول په یو ټغر او د اسلامي نظام تر چتر لاندې خپلې چارې پرمخ وړي.
د ولایت مقام استازي مولوي صاحب حماد خبرې وکړې ځوانانو ته په اشارې وویل چې د انسجام او یووالي یواځینۍ لاره ایثار او همدردي ده، باید په دې برخه ټول ولسونه یو موټی شي.
هغه د ولایت په کچه د اسلامي امارت په تېر درې کلن مزل کې د سیمه ییزې ادارې فعالیتونو او لاسته راوړنو ته هم اشاره وکړه وویل چې تر دې دمه په لسګونه پراختیايي پروژې پلي شوي دي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.
په همدې حال کې د بدخشان او بغلان ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولیو ذبیحالله امیري او مولوي اسدالله هاشمي خبرې وکړې ددغې غونډې ترسره کولو له امله د افغانستان د خلکو غږ مؤسسې لخوا چې د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا په لاره اچول شوې د مننې ترڅنګ د ملي پیوستون او همداراز د اتحاد او يووالي په اړه یې له ګډونوالو سره اړین معلومات شریک کړل.
غونډه د یو تن ګډونوال په دعایې سره پای ته ورسېده.