په بدخشان ولایت کې د سختې یخنۍ له امله درې تنه ماشومان مړه شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حکمت الله محمدي وايي، چې تېر ماښام د دغه ولایت د راغستان ولسوالۍ په نوآباد سياب کلي کې رامنځته شوې ده. د هغه په وينا، دغه ماشومان کالر کلي ته پر لاره وو، چې په لاره کې د ډېرې واورې او سختې يخنۍ له امله مړه شول.

Share.