د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د پلاستیکي فابریکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د کندوز د صنعت او سوداګرۍ رييس مولوي محمدرحيم سيرت وايي، دغه فابريکه د دغه ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په باسوس کلي کې په څلور جريبه ځمکه کې د درې ميليونه ډالرو په لګښت د يوه سوداګر له خوا جوړه شوې ده. .

باید وویل شي، چې د دې فابریکې په جوړېدو سره به د امام صاحب ولسوالۍ ۵۰۰ اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي

Share.