بنیامین نتانیاهو، د اسرائیل لومړی وزیر، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبرو لپاره دې هېواد ته تللی دی.
د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې نتانیاهو تېره ورځ وروسته له غرمې امریکا ته تللی او نن به له ډونالډ ټرمپ سره ولیدل شي.
دغه دفتر زیاتوي چې بنیامین نتانیاهو په دې سفر کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند دوهم پړاو په اړه له ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.
د بنیامین نتانیاهو سفر دوه اونۍ وروسته د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند لومړي پړاو د تطبیق په اړه ترسره کېږي.
د اسرائیل لومړی وزیر، د امریکا په دویمه دوره کې لومړنی بهرنی مشر دی چې له ډونالډ ټرمپ سره لیدنه او خبرې کوي.