پوتین یادو سرتېرو ته په اشارې سره ویلي، ۳۰ ورځنی اوربند د اوکراین په ګټه دی او روسیې ته هېڅ ګټه نهلري. نوموړي په ښکاره توګه له اوربند سره مخالفت ښودلی دی.
روسیه وايي چې ځواکونو یې د ګازو د ۱.۴ قطر لرونکې نلکې څخه په استفادې، د کُرسک په سودژا سیمه کې نفوذ کړی او اوکرایني سرتیري یې، کلابند کړي دي.
پوتین د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي: «دغه سرتېري دي تسلیم یا دې ووژل شي.»
په ورته مهال ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه «ټروټ سوشال» ویلي: «دا مهال زرګونه اوکرایني سرتېري د روسیې له لوري په بشپړه توګه کلابند شوي او ناوړه وضعیت کې دي.»
ټرمپ وړاندې لیکلي: «ما له پوتین غوښتنه کړې چې یادو سرتېرو ته زیان ونهرسوي. دا ښايي یو قتل عام وي، هغه څه چې له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا نهدي لیدل شوي.»
د ټرمپ له دې څرګندونو وروسته پوتین د روسیې امنیت شورا سره په یوې ناسته کې وویل چې د نوموړي د غوښتنې عمليکولو لپاره باید اوکراین خپلو سرتېرو ته ووايي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او تسلیم شي.
بلخوا د اوکراین پوځ بیا دغه ادعاوې ناسمې بللي او هغه یې، پر اوکراین او شریکانو د فشار راوړلو لپاره لاسوهونکی سیاست یاد کړی دی.
د اوکراین پوځ ویلي چې سرتېرو یې، د مناسبې دفاع لپاره شاتګ کړی او د کلابندی هېڅ ګواښ شتون نهلري.