د کندز ښار د عمومي سړکونو د اساسي ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د وسایطو د تګ‌راتګ د اسانتیاوو برابرولو او د سړکونو د لا زیانمنېدو د مخنیوي په موخه پیل شوې.
یاد پروژه، چې د کندز ښاروالۍ لخوا عملي کېږي، شاوخوا دوه نیم میلیون افغانۍ لګښت لري.
د کندز ښاروالۍ مسؤلین وایي، هغه سړکونه چې ترمیم ته اړتیا لري، له تخنیکي او فني ارزونو وروسته به بیا رغول شي. دوی ټینګار کوي چې دا لړۍ به په دوامداره توګه ادامه ولري.
یادونه باید وشي چې سږ کال، د کندز ښاروالۍ د لسګونو سړکونو او کوڅو د کانکریټ‌ریزي ترڅنګ، د عمومي سړکونو د ترمیم او داغ‌ګیرۍ پروسه هم د خپلو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼلې.
د چارواکو په وینا، دا چارې به شپه‌ورځ روانې وي، څو د کندز د اوسېدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل بهیر ژر تر ژره بشپړ شي.

Share.