د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وايي، دا مهال هېواد کې د ګرځنده تیلیفونونو نږدې ۲۶ میلیونه سیم کارتونه فعال دي چې له ډلې یې، ۱۸میلیونه سیمکارټونه بیاثبت شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عنایتالله الکوزي شنبه، کب ۲۵ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ا.ا بیاواکمنېدو راهیسې د سیمکارتونو د ثبت بهیر د یوې هراړخیزې کړنلارې له مخې، پیل شوی چې لاهم روان دی.
د نوموړي په وینا، په ټول هېواد کې دامهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر څارنې لاندې د سیمکارتونو د بیاثبت بهیر دوام لري.
هغه لیکلي: «یو څه چې د یادولو وړ دي هغه د سېمکارټونو د ثبت او راجسټر کولو پروسې لپاره سېسټم جوړول وو چې دا سېسټم هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت انجینیر صاحبانو او متخصصو کادرونو په توسط جوړ شوی چې عملاً ترې ګټه اخیستل کېږي چې دا په ټکنالوژۍ کې د وزارت د مسلکي کادرونو لوړ ظرفیت ښيي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.