اوکراین کې د کمیابه کانونو لاسرسي په اړه د تړون نږدېکېدو په درشل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په ناڅاپه توګه خپل دریځ بدل کړی او وویل چې روسیې په رښتیا پر اوکراین برید کړی دی.
ټرمپ وايي، د جګړې پای ته رسولو د یوې هڅې په توګه به اوکراین ډېر ژر له امریکا سره د کمیابه کانونو هوکړهلیک لاسلیک کړي.
ټرمپ تېره پنجشنبه ویلي و چې اوکراین باید هېڅکله دغه جګړه نهوای پیل کړې او زېلېنسکي یې، د روانې جګړې مسوول وباله.
نوموړي جمعه، فبرورۍ ۲۱مه له فاکسنیوز راډیو سره په مرکه کې وویل چې روسیې د ولادیمیر پوتین په امر پر اوکراین برید کړی دی.
نوموړي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي او د امریکا مخکیني ولسمشر جوبایډن ته په اشارې وویل: «روسیې برید وکړ، خو دوی باید د برید اجازه نهوای ورکړې.»
ټرمپ په دې مرکه کې ټينګار وکړ چې نږدې ورځو کې به د اوکراین د کمیابه کانونو په اړه دغه هېواد سره هوکړې ته ورسېږي.