د ننګرهار امنیتي مسوولان وایي چې پاکستاني لوري بېګاه شپه یوولس بجې تورخم دروازه د هر ډول تګراتګ پرمخ تړلې ده.
د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند سیدطیب حماد سلاموطندار ته وویل چې پاکستان د اسلامي امارت له لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې دغه لار بنده کړې ده.
حماد وویل: «پاکستاني لوري له موږ غوښتنه کړې چې فرضي کرښې ته نږدې له تأسیساتو جوړولو ډډه وکړو، خو په عین حال کې باید د هغو تأسیساتو په اړه چې پاکستان یې د فرضي کرښې هاخوا جوړوي، هېڅ غبرګون ونهښیوو.»
د یادې لارې په تړلکېدو سره دامهال سلګونه مسافر، ناروغان او باروړونکي موټر د دغې دروازې بیاپرانېستلو ته په تمه دي.
پاکستان له دې وړاندې هم په بېلابېلو پلو د تورخم ترڅنګ پر ډیورنډ کرښه پرتې نورې لارې هم د افغان مسافرو او باروړونکو موټرو پرمخ تړلي دي.