د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې بنګله دیش تهد ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او د اتلانو جام نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه) په راولپنډۍ کې ترسره شوه؛ د بنګله دېش لوبډلې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۳۶ منډې جوړې کړې.
نیوزیلینډ یاد هدف په ۴۶.۱ اورونو کې د ۵ لوبغاړو پر سوځیدو پوره کړ او د اتلانو جام نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
له دې پایلې سره هند هم نیمه پایلوبې ته لار وموندله؛ پاکستان او بنګله دېش له دې سیالیو ووتل.

Share.