د تورخم کمیسار، عبدالجبار حکمت رسنیوته ویلي، دا دروازه د څلورو شپو په تېرېدو لا هم پاکستاني لوري د هر ډول تګ – راتګ پر وړاندې تړلې ده.
ښاغلی حکمت وایي، تېره ورځ یې د ننګرهار د مرستیال والي تر مشرۍ لاندې له پاکستاني مسوولینو سره غونډه کړې وه خو بې پایلې پایته رسېدلې وه.
هغه زیاتوي چې پاکستاني لوري ترې غوښتنه کړې چې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه تاسیسات نه جوړوي او هممهاله دې د پاکستان له لوري د تاسیساتو د جوړولو مخه هم نه نیسي.
د هغه په خبره؛ د پاکستاني مسوولینو دا غوښتنه یې رد کړې چې په غبرګون کې هغوی د دروازې له پرانیستلو ډډه کړې.
تورخم دروازه څلور شپې وړاندې د پاکستاني مسوولینو له لوري هغه مهال وتړل شوه چې د اسلامي امارت ځواکونه خپلې غاړې ته د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو.