د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر اسراییلو د درې میلیارډ ډالرو په ارزښت د بمونو، ویجاړونکو کېټونو او وسلو د احتمالي پلور طرحه تصویب کړه.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وویل چې پر اسراییلو د وسلو او بمونو پلور لپاره کانګرېس ته خبر ورکړل شوی دی.
د امریکا کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېتو غړي به د وسلو له پلور وړاندې په دې اړه خپلې ارزونې وکړي.
په دې خرڅلاو کې د ۲۰۰۰ پونډه بمونو لپاره ۳۵،۵۲۹ عمومي هدف لرونکي بمونو پرزې او د جنرال ډاینامکس (GD.N) لخوا جوړ شوي ۴،۰۰۰ پونډه، پټنځای ماتونکي او ۲۰۰۰ پونډهلرونکي بمونه شامل دي.
ټاکل شوې چې دغه بمونه به ۲۰۲۶ کال کې اسراییلو ته وسپارل شي.