د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی چې د روژې میاشت په داسې حال کې را رسېږي چې په افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیونه خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

یادې ادارې پرون(یکشنبه، د کب ۱۲مه) په یوه راپور کې ویېلي چې د روژې د میاشت په را رسېدو سره میلیونه خلک لا هم نه پوهېږي چې خپله نفقه له کومې لارې لاسته راوړي.

یادې ادارې همداراز ویلي چې دا مهال په افغانستان کې ۳,۱ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.

اوچا په افغانستان له اړمنو سره د لاسنیوي په موخه د څه باندې یو ملیارد ډالرو غوښتنه کړې ده خو وایې چې په یاد هېواد کې د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ ټوله بودیجه ۹,۹ میلیونه ډالره کېږي.

یادې ادارې په افغانستان کې د دغه بحران د له منځه وړلو په برخه کې له خپلو مرستندویانو څخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

هېره دې نه وي اوچا له دې مخکې هم په یوه راپور کې ویلي و چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲,۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري چې د هغوی سره د مرستو لپاره ۲,۲۴ ملیارده ډالرو ته اړتیا لیدل کېږي.

Share.