سمنګان، د روژې مبارک میاشتې په مناسبت، د سمنګان یو خیریه تاجر ۲۰,۰۰۰ افغاني د سمنګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ذکور یتیمانو پروړکتون ته ډالۍ کړل.

د دې مرستې هدف د یتیمانو او بې وزله ماشومانو ملاتړ کول او د روژې په ورځو کې د هغوی د افطار او تغذیه اړتیاوې پوره کول وو.

مولوي فیض محمد ریحان، د سمنګان د کار او ټولنیزو چارو رئیس، د دې اقدام مننه وکړه او خیرخواهان او خیریه تاجران یې وغوښتل چې د دې مرستو دوام ورکړي ترڅو د دې ماشومانو د ژوند شرایط بهتر شي.

Share.