د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دوشنبه د (کب په ١٣مه) وویل، یاده جګړه د پاکستان له لوري وړمه شپه په ١٢ بجو پیل او تر دوشنبه ١١ بجو یې دوام وکړ.

ده وویل، په لومړیو کې افغان سرحدي پولیسو هڅه وکړه چې د تورخم دروازې پرانیستلو ستونزه د خبرو او تماس له لارې حل کړي، خو پاکستاني لوري د جنګ هڅه کوله چې وروسته اسلامي امارت دفاعي ځواکونو هم د دفاع په خاطر جګړه پیل کړه.

هغه وایي، د دغې جګړې په پایله کې د پاکستان ځینې پوستې له منځه وړل شوي او تلفات هم وراوښتي.

Share.