محمد قاسم امینی، د غزني د کليو د بیا احیا او پراختیا رئیس وايي چې په دې ولایت کې د اوبو رسولو شپږ پروژې پیل کیږي.
هغه زیاتوي چې دغه اوبو رسولو شبکې به په مقر، ناوه، ګیلاڼ او واعظ ولسوالیو کې جوړې شي.
د اميني په وینا، د دې اوبو رسولو شبکو جوړول یو کال وخت نیسي او ۳۸ میلیونه افغاني لګښت لري چې د ماشومانو د ملاتړ د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) لخوا ورکول کېږي.
د دې شپږو اوبو رسولو شبکو د جوړولو سره، د ۱۴۰۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبو ته لاسرسی برابرېږي.