د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام په دوهیمه نیمه پایلوبه کې سویلي افریقا ته د ۵۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
نیوزیلینډ د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو پر سوځیدو سیالې لوبډلې ته د ۳۶۳ منډو هدف وټاکه، چې سویلي افریقا د نهو لوبغاړو پر سوځیدو په ۵۰ اورونو کې ۳۱۲ منډې جوړې او پټاکلي هدف ته ونه رسېده.
نیوزیلینډ او هند به د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د ۲۰۲۵ کال د کرکټ نړیوال جام د ګټلو لپاره سره سیالي وکړي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.