د راپورونو له مخې؛ اسرائیلو له تېرې شپې راپدېخوا د غزې تړانګې پر بېلا بېلو سیمو پراخ او وحشیانه هوایي بریدونه پیل کړل، چې په کې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
فلسطیني سرچینو د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو د څرګندونو له وخې ویلي: د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳۷ “شهیدان” او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي، چې اسرائیلو داسې مهال دا بریدونه ترسره کړي، چې په غزه کې د اوربند د دوه‌یم پړاو خبرو په اړه خبرې بې پایلې پای ته ورسېدلې.

Share.