د ۲۱۷ عمري قول اردو ویاند، مولوي اجمیر افغان، وایي چې د ملي اردو ۵۰۰ سرتېري له درې میاشتنیو عقیدتي او مسلکي زده کړو وروسته له دې قول اردو څخه فارغ شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې دا نهمه تعلیمي دوره ده چې په دې مرکز کې ترسره کېږي، او نوي ځواکونه د خپلو دندو د تر سره کولو لپاره د شمال‌ ختیځ زون بېلابېلو سیمو ته استول کېږي.
په همدې حال کې، د ۲۱۷ عمري قول اردو د تعلیمي مرکز استادان وایي چې د روزنیز پروګرام پر مهال یې هڅه کړې، ترڅو سرتېري هم له مسلکي پلوه او هم له عقیدتي پلوه داسې وروزي، چې وکولای شي خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي.
دوی ټینګار کوي چې دا زده کړې نه یوازې نظامي مهارتونه، بلکې دیني او اخلاقي ارزښتونه هم رانغاړي.
یو شمېر فارغ سرتېري هم وایي چې دوی ته ورکړل شوې زده کړې ډېرې ګټورې وې، او اوس چمتو دي چې په هر ځای کې خپلې دندې ترسره کړي.
همدارنګه، دوی د دې مرکز له تعلیمي امکاناتو او پروګرامونو خوښي څرګندوي او ټینګار کوي چې دا روزنیز پروګرامونه یې نظامي مهارتونه او انضباط پیاوړی کوي.
باید وویل شي چې په تېرو ۹ دورو کې، زرګونو سرتېرو د مسلکي او عقیدتي زده کړو تر ترلاسه کولو وروسته له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه فراغت ترلاسه کړی او د شمال‌ ختیځ زون په بېلابېلو سیمو کې ګمارل شوي دي.

Share.