ترکي رسنیو څرګنده کړی، چې هېواد یې د سوریې د نوي جمهوري دولت پوځ ته پرمختللې وسلې؛ جنګي الوتکې، د هوایي دفاع سیستمونه او زغروال ټانکونه ورکوي.
دغه راز زیاته شوې، چې انقره به ډېر ژر خپل یو لوړپوړی پوځي جنرال دمشق ته ولېږي، چې د سوریې د دفاع وزارت د جګړې د سلاکار په توګه به وټاکل شي.
ویل کیږي، چې دغه هوکړه د ګډو دفاعي تړونونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورور ګلوۍ د اړېکو پر بنسټ رامنځته شوې ده.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.