پر غزې د اسراییلو د بریدونو په دوام، د یمن حوثیانو ویلي چې د دغه هېواد یوه هوايي اډه یې په نښه کړې ده.

د یمن د حوثیانو ویاند یحیی سریع په وینا، د اسراییل په «نواتیم» هوايي اډه یې پر غزې د هغه هېواد د هوايي بریدونو په غبرګون کې دوه بالستیک توغندي توغولي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې که پر غزې د اسراییل بریدونه بند نه‌شي، د دغه هېواد پر وړاندې به لا ډېر بریدونه وکړي.

خو اسراییل ادعا کړې چې د یمن حوثیانو له لوري توغول شوي توغندي یې شنډ کړي.

د یادونې ده چې اسراییل تېره ورځ پر غزې پراخ بریدونه له سره پیل کړل. دغو بریدونو کې تر ۴۰۰ زیاتو فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

Share.