د فلسطین روغتیايي چارواکي ویلي، چې په غزه کې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۰۰ څخه زیات شوی دی.
د راپورونو له مخې؛ حماس غورځنګ اسرائیل له اوربند څخه پر سرغړونې او دایمي اوربند ته د رسېدو لپاره د منځګړو هڅو زیانمنولو تورن کړی دی.
دا بریدونه له دوه میاشتني اوربند وروسته اسرائیلو ترسره کړي دي.
حماس اوسمهال له هغو ۲۵۰ اسرائیلي یرغملو کسانو څخه ۵۹ ساتلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د دې غورځنګ لخوا تښتول شوي وه.
ویل کیږي، چې دا بریدونه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر امر د ۵۹ اسرائیلي یرغمل شویو د نه خوشې کولو له کبله ترسره شوي دي.

Share.