د کندوز ښاروالۍ چارواکو او انجینرانو د کندوز ښار په بالاحصار څلورلارې کې د زینتي منار د جوړولو څارنه وکړه او قراردادي شرکت ته یې د پروژې د کار د ښه کیفیت او سرعت د ډاډمنولو لپاره اړینې لارښوونې وکړې.
په عین حال کې، د کندوز ښاروالۍ چارواکي په دوامداره توګه د ښار په کچه د پروژو د کار پړاوونه په مختلفو وختونو (شپه او ورځ) کې څاري او څارنه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې کندوز د خپلو خلکو د تمې سره سم جوړ شوی دی او له بلې خوا د فرصتونو د له منځه وړلو څخه مخه نیول کیږي.