د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون بېرته راستنو شویو کډوالو ته د مرستندویه خدمتونو او د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د هغوی د لېږد خبر ورکړی دی.

د دغه کمېسیون د خپرو شویو شمېرو له مخې، د سې‌شنبې ورځې، د ۱۴۰۵ کال د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه، په ټولیزه توګه ۱۰۵ کورنۍ، چې ۴۶۰ کسان کېږي، ثبت او هېواد ته راستنې شوې دي. همدارنګه ۳۱ کورنۍ، چې ۱۷۳ کسان کېږي، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې له ۵۵ کورنیو سره مالي مرسته شوې او ۲۴۱ بستې خوراکي توکي هم پر اړمنو کورنیو وېشل شوې دي.

دغه خدمتونه د تورخم، سپین بولدک، نیمروز د ورېښمو لارې، د هرات اسلام‌کلا په بندرونو او کابل ښار کې وړاندې شوي، چې د کډوالو د ثبت او هرکلي، ترانسپورټ او لېږد، مالي چارو او روغتیايي خدمتونو برخې په کې شاملې دي.

#کډوال #افغانستان #دکډوالو_بېرته_راستنېدل #بشري_مرستې

Share.