د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت او د یوناما دفتر په همغږۍ، د خبریالانو، د سیمه‌ییزو رسنیو مسوولینو او د اما/رتي ادارو ویاندویانو لپاره یو ورځنی سمینار جوړ شو.

په دغه سمینار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنیو مسلکي فعالیتونو، د خبریالانو د مسوولیتونو او د رسنیو او اما/رتي ادارو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ پر لارو چارو بحث وشو.

ګډونوالو د معلوماتو پر وخت شریکول او له خبریالانو سره دوامداره همکاري د ولس د عامه پوهاوي او د رسنیو د فعالیتونو د ښه‌والي لپاره مهم وبلل.

#کندز#رسنۍ#امارتی ادارې#یوناما#سیمنار#خبریالان

Share.