د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د قاضي په سیمه کې د برښنا د پیاوړتیا او رسونې د خدمتونو د ښهوالي لپاره له ۳۰ زیاتې نوې کانکریټي ستنې نصب او ودرول شوې.
د بغلان برښنا ریاست ويلي، دغه ستنې د برښنا د اصلاح او بیارغونې د پلانونو په لړ کې د پخوانیو او زړو ستنو پر ځای لګول شوې دي.
د یاد ریاست مشرتابه ويلي؛ د تخنیکي کارکوونکو پر همغږۍ هڅې روانې دي، چې د اصلاحي پلانونو پر پلي کولو او د تخنیکي معیارونو له په پام کې نیولو سره د برښنا کیفیت او خوندیتوب لوړ شي او د سیمې اوسېدونکو ته د برښنا د غوره او ډاډمنو خدمتونو زمینه برابره شي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، د دغو پایو د نصبولو موخه د برښنا شبکې پیاوړتیا، د زړو پایو بدلول او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د برښنا رسونې د خدمتونو ښهوالی دی.
#بغلان #برښنا #برښنارسونه #پراختیاييچارې
