د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني په کندوز کې د خپل سفر پر مهال، په دې ولایت کې د دې وزارت له پلي کېدونکو پراختیايي پروژو څخه څارنه او لیدنه وکړه.
هغه د قراردادي شرکتونو مسوولانو ته سپارښتنه وکړه، چې د پروژو چارې پر ښه کیفیت او چټکې پر مخ یوسي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د نویو پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې کندوز ولایت ته پاملرنه شوې او په ۱۴۰۶ لمریز لېږدیز کال کې به د دې ولایت لپاره د نویو پراختیايي پروژو وړاندیز وشي.
#کندوز #ټولګټوچارووزارت #پراختیاييپروژې #افغانستان
