د بلخ ولایت سوداګرو، صنعتکارانو، ډاکټرانو، مالیه ورکوونکو، سیاحتي شرکتونو، مالیاتي محاسبینو او د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي زدهکړیالانو او استادانو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او نویو مالیاتي تخفیفونو او تعدیلاتو په اړه د عامه پوهاوي سیمینارونه وړاندې شول.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه سیمینارونه د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست لهخوا جوړ شوي وه، چې په کې د نویو مالیاتي آسانتیاوو، ګټو او اړوندو کړنلارو په اړه معلومات وړاندې شول.
د سیمینارونو ګډونوالو له مالیاتي تخفیفونو او تعدیلاتو هرکلی وکړ او څرګندوي، چې د دغو آسانتیاوو رامنځته کول د مالیه ورکوونکو د اقتصادي ستونزو په کمولو، د کاروبارونو په پیاوړتیا، د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو په پراختیا او د خصوصي سکټور په ملاتړ کې مهم رول لري.
ګډونوالو ته د مالیاتو د ډولونو، نویو تخفیفونو او تعدیلاتو، د مالیه ورکوونکو د حقونو او مکلفیتونو او د راټولو شویو عوایدو د لګښت د څرنګوالي په اړه هم هر اړخیز معلومات ورکړ شول او پوښتنو ته یې د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول.
د سیمینارونو په پای کې ګډونوالو د دا ډول پروګرامونو جوړول مثبت ګام وباله او د مالیاتي آسانتیاوو په اړه یې د ډېرو معلوماتو او ورته سیمینارونو د روان ساتلو غوښتنه وکړه.
#بلخ #مالیه #عامهپوهاوی #اقتصاد
