د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ ولسوال مولوي عصمت‌الله اسامه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د جوړېدونکو سرپناه‌ګانو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د لیدنې پر مهال یو شمېر بشپړې شوې سرپناه‌ګانې د آرو مؤسسې له لوري مستحقو کورنیو ته وسپارل شوې.

د یادو سرپناه‌ګانو د جوړولو چارې د یونیسار ادارې په مالي ملاتړ او د آرو مؤسسې په همکارۍ د دشت ارچي ولسوالۍ په پنځو کلیو کې روانې دي.

ولسوال ټینګار وکړ چې په راتلونکو پړاوونو کې دې ټول مستحق راستنېدونکي کډوال په عادلانه توګه تر پوښښ لاندې ونیول شي.

#کندز#دشت ارچی#محاجرین#،کورونه#راستانه شوی

Share.